Nashenas: Memories of yesteryears, PASHTO Part 1 پـشتــــــو - Video
PUBLISHED:  Feb 01, 2014
DESCRIPTION:
د «اخلاص جونگړه» (کاشانۀ اخلاص) چې په خپل پراخ چوکاټ کې د «ټـنگ ټکور بنسټ» (کانون موسیقی) رانغاړي ویاړي چې د خپلې پرانیستې په لنډې مودې کې د فرهنگیانو، په لندن کې د استوگنو هـﯦـوادوالو، د افغانی او هغو غیر افغاني هنرمندانو او هنرپالو دوستانو د ټولیدا په داسې یوه کهاله اوښتې چې له افغانانو سره گډې هنري سلیقې لري. ددوی په منځ کې ښاغلی ډاکټر صادق فطرت ناشناس هغه پتمنه او ځلانده څـﯦـره ده چې نور د هنر دوستانو او هنرپالو لپاره په یوې نه هـﯦـرېدونکي ژوندۍ افسانې بدل شوی او تر بل هر چا ډیر د اخلاص جونگړې ته ویاړ بخښونکی او د غونډو ویاړلې بله ډیوه پاتې شوی دی.

دا دی د «اخلاص جونگړه» په ویاړ او مننې د زړونو آشنا ناشناس د خبرو اترو یوه لړۍ د خپل یوټوب (afghanblooms) له کړکۍ څخه په دري او پښتو ژبو په دوه وو بـﯦـلو برخو کې گرانو هـﯦـوادوالو ته په درنښت ډالۍ کوي؛ په دې لړۍ کې به ډاکټر صاحب د خپلو خاطراتو د یادونې ترڅنگ د ژوندوانه هغه لوړې ژورې تاسو ته د لومړي ځل لپاره له خپلې خولې د زړه د خواله په توگې کـښـﯦـږدي چې د ژوندانه په کږلیچونو یې لیدلي دي.

هیله من یو دا لړۍ د هنر، هرهنریال او زموږ هر هنرپال هـﯦـوادوال ته د اخلاص یوه ډالۍ اوسي.

درنه صادق فطرته، گرانه ناشناسه، له تا څخه یوه نړۍ مننه! عمر دې د لمر او هنر دې د لمر د ځلاندو وړانگو په شان لا ځلانده اوسه!
follow us on Twitter      Contact      Privacy Policy      Terms of Service
Copyright © BANDMINE // All Right Reserved
Return to top